افغان دولت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او نورو هیوادونو دریځ ته غبرګون ښودلی.

0
122

افغان دولت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او نورو هیوادونو دریځ ته غبرګون ښودلی.

24 سپتمبر 2022

د ملګرو ملتونو په جنرال اسمبلۍ کې د قطر، پاکستان، امریکا، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هیوادونو اندېښنې ښودلې چې په غبرګون کې يې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی دی.

افغان دولت وایي: د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د افغانستان په تړاو د امریکا او پاکستان په شمول د ځینو افغانستان په اړه انديښنه وښودله چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر موجود دی.

دا اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږي، چې تر دې دمه دغو لوریو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ، چې د افغان حکومت حقوقي او سیاسي حق دی، ورکولو ته تیار شوي نه دي. دغه اندېښنې پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي.

افغان دولت زیاتوي که افغان حکومت ته یې دغه حق ورکړل شي، دا به یو فرصت وي تر څو هغه واقعیتونه چې په افغانستان کې دمګړۍ موجود دي، له سیمې او نړۍ سره شریک شي، ښايي هېڅ ډول اندېښنې ته ځای پاتې نه شي.
اسلامي امارت یو ځل بیا دا اندیښنې ردوي او خپل موقف نړیوالو ته واضح کوي، چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د چا پرضد ونه کارول شي او نه فعلا دلته کوم وسله‌وال ګروپ شتون لري.

اړوند موضوعات

امریکا ویلي چې د افغانستان په اړه ځانګړی ستراتژيک دريځ لرو

 

نړیوال دې د بې ځایه انديښنو او تورونو پرځای له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل له مخي وړاندي تګ وکړي او د رسنیو او اعلامیو پرځای دي خپل نظریات او اندېښنې مخامخ راسره شریکي کړي.

Leave a reply