امریکا ویلي چې د افغانستان په اړه ځانګړی ستراتژيک دريځ لرو

امریکا ویلي چې د افغانستان په اړه ځانګړی ستراتژيک دريځ لرو
د ژان په خبره امریکا ډاډه ده چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد اقدامات کولی شي او اجازه نه ورکوي چې له دې ځایه د امریکا ګټو ته خطر متوجه شي. هغې وویل د امریکا د ګټو په اړه ولسمشر بايډن خپل دريځ تېره اوونۍ روښانه کړ او دوی پر همدې بنسټ خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.
(2022 / 8 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي د افغانستان په اړه یو ځانګړی ستراتيژيک دريځ لري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرېن ژان پېیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی لاهم پر سیمه او افغانستان بشپړ څار لري. د نوموړې په خبره دوی د افغانستان په اړه ځانګړی ستراتيژيک دریځ لري او پر دې برخه یې لا ډېر تمرکز پيل کړی دی.
د ژان په خبره امریکا ډاډه ده چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد اقدامات کولی شي او اجازه نه ورکوي چې له دې ځایه د امریکا ګټو ته خطر متوجه شي. هغې وویل د امریکا د ګټو په اړه ولسمشر بايډن خپل دريځ تېره اوونۍ روښانه کړ او دوی پر همدې بنسټ خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار وکړ چې دوی په سیمه کې د ترهګرو فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي او پر وړاندې به یې مبارزه ادامه ولري.






