جرمني هیواد د افغانستان له خلکو سره د ۱۰۰ میلیون یورو مرستې اعلان وکړو.

0
74

جرمني هیواد د افغانستان له خلکو سره د ۱۰۰ میلیون یورو مرستې اعلان وکړو.

24 سپتمبر 2022

د جرمني سفارت اعلان کړی چې ټاکل شوې د افغانستان له خلکو سره ۱۰۰ میلیون یورو چې (څه باندې ۱۰۳ میلیون ډالره) کیږي مرسته وکړي.

 

یاد سفارت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغه بودیجه د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) لخوا ولګول شي.

د جرمني سفارت چې دا مهال د افغانستان لپاره خپل چارې له دغه هیواد څخه بهر مخته وړي په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له دغه هیواد سره د نورو مرستو ژمنه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې له دغه بودیجې څخه ۶۷۷ زده کوونکي ماشومان هم ګټه پورته کړي. جرمني ویلي چې افغانان به یوازې پرېنږدي.

اړوند موضوعات

امریکا له افغانستان سره د خیریه بنسټونه له لارې د ۳۲۷ میلیونه ډالرو مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ امریکا هم له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

Leave a reply