امریکا له افغانستان سره د خیریه بنسټونه له لارې د ۳۲۷ میلیونه ډالرو مرسته کوي.

امریکا له افغانستان سره د خیریه بنسټونه له لارې د ۳۲۷ میلیونه ډالرو مرسته کوي.
24 سپتمبر 2022
امریکا متحده ایالاتو د افغانستان له خلکو سره د نژدې ۳۲۷ میلیون امریکايي ډالرو تازه بشري مرستې کولو اعلان وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېر شپه سپټمبر ۲۳مه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د بشري ملاتړ په هدف د متحده ایالاتو یاده مرسته به په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د مېشتو افغانانو د بشري اړتیا په برخه کې ولګول شي.
همدا رار بلېنکن زیاته کړې چې یاده مرسته به د نړیوالو خیره سازمانانو لخوا تر اړمنو خلکو ورسول شي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې متحده ایالات د افغانستان خلکو ته ژمن دي.
پر همدې مهال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه پیسو ۱۱۹ میلیون ډالر د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو او پناه ورکولو ادارې او ۲۰۸ میلیون نور د متحده ایالاتو د نړیوالي پراختیايي ادارې د بشري مرستو ادارې لخوا ورکول کیږي.
په بیان کې ویل شوي چې دغه تازه بشري مرسته به افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او د کډوالۍ نړیوال سازمان او نورو اړوند خیره بنسټونو لخوا ولګول شي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چار وزارت ویلي چې یاده بودجه به د بېړنیو نغدي مرستو ترڅنګ، سرپناه برابرولو، د داخلي بېځایه شوو وګړو سره د مرستې، د روغتیايي خدماتو، د اومیندارو مېرمنو روغتیا ته پاملرنې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې ولګول شي.
اړوند موضوعات
رمضاني: د ایران ۸۵ ټنه بشري مرستې افغانستان ته واستول شوې
اعلامیه زیاتوي چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له افغانستان او ګاونډیو هیوادونو سره ۱.۱ میلیارډ ډالره مرسته کړې ده.





