رمضاني: د ایران ۸۵ ټنه بشري مرستې افغانستان ته واستول شوې
رمضاني: د ایران ۸۵ ټنه بشري مرستې افغانستان ته واستول شوې
دا مرستې افغانستان ته په داسې محال رارسېږي چې د خوړو نړۍوال پروګرام، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو ویلي چې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعت ورځ تر بلې د خرابېدو پۀ حال کې ده او ویلي يې دي چې له دې وضعت د وتلو لپاره افغانستان سره باید لا ډیرې مرستې وشي.
(2022 / 9 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هادی رمضانی د سرې میاشتې د جمعیت رئیس د سږني اوړي په اوږدو کې په درېیو پړاوونو کې شاوخوا ۸۵ ټنه بشري مرستې د دې ولسوالۍ د دوغان له ځمکني پولې څخه د افغانستان سېلاب او زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي.
دا مرستې د اتو لاریو خوراکي او بیولوژیکي توکو او روغتیایی کڅوړو په بڼه وې.
تر دې وړاندې چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان سیلاب ځپلو سره مرستې کړې وې.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو له کوېټ غوښتي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي