ملګرو ملتونو له کوېټ غوښتي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي

0
177

ملګرو ملتونو له کوېټ غوښتي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي

کوېټ فونډ هم ژمنه کړې چې له افغانانو سره به بشردوستانه مرستې کوي او هڅه یې دا ده چې وکړی شي د روان بشري ناورین په کابو کولو کې اغېزناک تمام شي.

 

(2022 / 6 /  8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو له کوېټ غوښتي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مسوول کوېټ ته تللی دی او د کوېټ فونډ له مشر او چارواکو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې یې د یاد بنسټ له مسوولینو غوښتي څو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او افغانان له بېوزلۍ وژغوري.

کوېټ فونډ هم ژمنه کړې چې له افغانانو سره به بشردوستانه مرستې کوي او هڅه یې دا ده چې وکړی شي د روان بشري ناورین په کابو کولو کې اغېزناک تمام شي.

کوېټ بنسټ په عربي نړۍ کې مشهور خیریه بنسټ ګڼل کېږي چې هڅه کوي له د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اړمنو ته مرستې ورسوي.

Leave a reply