افغان دولت د قطر د تخنیکي ټیم د کارونو او مرستې له امله د دغه هیواده مننه کړې.

0
44

افغان دولت د قطر د تخنیکي ټیم د کارونو او مرستې له امله د دغه هیواده مننه کړې.

24 سپتمبر 2022

د قطر سفارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ووېل چې کابل نړیوال هوایي ډګر کې د دوی د تخنیکي ټیم ماموریت پای ته ورسید.

افغان دولت په همدې مناسبت اعلامیه خپره کړې او له دوست هیواد قطر څخه یې د هغوی د همکارۍ او مرستې ځانګړې مننه کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ورور هيواد قطـر څخه مننه کوي چې د فتحې وروسته يې سمدستي کابل هوايي ډگر په بيا پرانيستلو او فعاله ساتلو کې مهم رول لوبولی وو.

دا چې دکابـل پـه هـوايـې ډگر کې میشت د قطـر تخنيكـي تـيـم ماموريت په بریالیتوب سره پای ته ورسيد ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ټولو افغانانو په استازیتوب په یوه مهـم تاريخي پړاو کې د قـطـر هـیـواد دغه بشردوستانه ماموریت نه هيريدونکى بـولي ، قطـر تـل ثـابتـه کـړې چـې پـه سـختو شیبو کې د افغانستان تر څنگ دریدلی ورور هیواد دی، د افغانستان سره به د دوى تخنيکي او بشري کومکونه د تل لپاره د تاريخ په پاڼو کې ثبت وي. زموږ ملگر تیا او يو له بل سره همکاري به دوامداره وي ان شاءالله تعالى.

اړوند موضوعات

قطري چارواکو د کابل هوایي ډګر کې میشت د خپل تخنیکي ټیم د ماموریت د پای خبر ورکړی.

 

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې افغان دولت د هوایي ډګرونو ساتلو یوه تفاهنامه له متحده عربي اماراتو سره لاسلیک کړه.

Leave a reply