قطري چارواکو د کابل هوایي ډګر کې میشت د خپل تخنیکي ټیم د ماموریت د پای خبر ورکړی.
قطري چارواکو د کابل هوایي ډګر کې میشت د خپل تخنیکي ټیم د ماموریت د پای خبر ورکړی.
24 سپتمبر 2022
په کابل کې د قطر هیواد سفارت اعلان وکړ چې د قطر تخنیکي ټیم د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې خپلې چارې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې.
د قطر کاري ټیم د کابل هوايي ډګر د نړیوالو معیارونو سره سم بیا رغونه کړې وه، چې د افغانستان خلکو ته د بشري او پرمختیايي مرستو په رسولو او هوايي ډګر ته د ترافیکو د عادي کولو په برخه کې مهم رول درلود، په کابل کې د قطر د دولت سفارت د قطر ژمنتیا د افغانانو د ورورولۍ په ملاتړ او په ځانګړې توګه په دې سختو وختونو کې د هغوی تر څنګ ولاړ ګڼي.
اړوند موضوعات
قطر: له یوې واضحې معاهدې پرته د کابل هوايي ډګر مسوولیت نه اخلو
د امریکایانو له وتلو وروسته کله چې طالبان د کابل نړیوال هوایي ډګر ته داخل شول، نو ټول نظام یې خراب ولیدلو، چې امریکایانو د خپلو وتلو پر وخت ویجاړ کړی و، خو د قطر تخنیکي ټیم له هماغه وخته بیا تر اوسه د یاد هوایي ډګر ټولې چارې په ښه توګه پر مخ بوتلې او هوایي ډګر یې بیرته فعال کړ، ټول سیستمونه یې ورغول او د زیاتو هیوادونو سره یې د پروازونو لپاره زمینه برابره کړه