قطر: له یوې واضحې معاهدې پرته د کابل هوايي ډګر مسوولیت نه اخلو
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته ویلي چې حکومت یې له ټولو اړخونو سره د یوې واضحې معاهدې پرته د کابل هوايي ډګر مسوولیت پر غاړه نه اخلي.
قطر د ترکیې سره په ګډه اوسمهال د کابل هوايي ډګر تخنیکي چارې مخته وړي او دغه هوايي ډګر یې د ملکي او نړیوالو پروازونو لپاره یو ځل بیا تیار کړی دی.
د قطر بهرنیو چارو وزیر اوس تازه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی غواړي هر څه واضح شي او که په ټولو مسایلو خبرې ونشي دوی د هوايي ډګر مسوولیت نه شي اخیستلای.
هغه وویل چې د هوايي ډګر د چارو په اړه یې مذاکرات روان دي.
تر دې وړاندې د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد الجزیرې ته ویلي ول چې د قطر او ترکیې هیوادونو سره د هوایي ډګر د تخنیکي برخې د چلولو په اړه خبرې اترې کوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت څه موده وړاندې له ترکیې غوښتي ول چې د کابل هوايي ډګر لوژیستکي چارې مخته ويسي او افغان حکومت به امنیتي چارې په خپل لاس کې واخلي.