طالبان: ډېر ژر به یو قوي فوځ رامنځته کړو

0
249

طالبان: ډېر ژر به یو قوي فوځ رامنځته کړو

د طالبانو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان قاري فصیح الدین ویلي چې ډېر ژر به افغانستان د سیمې په کچه د یوۀ قوي او منظم فوځ درلودونکی وي.

 

(2021 / 9 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)

د طالبانو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان قاري فصیح الدین ویلي چې ډېر ژر به افغانستان د سیمې په کچه د یوۀ قوي او منظم فوځ درلودونکی وي.

نوموړي چې نن سهار یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې ویلي دوی هڅه کوي تر هر څه ژر یو قوي او منظم فوځ رامنځته کړي.

همدا راز دۀ ویلي چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د پخوانیو ځینو چارواکو په څېر له فوځ څخه د قومي او سمتي تعصوبونو لپاره استفاده وکړي.

تر دې وړاندې هم ځینو لوړ پوړو طالبانو ویلي ؤ چې پخوانی فوځ به راغواړي او یو منظم فوځ به ترې جوړوي.

Leave a reply