بایډن په رسمي توګه افغانستان له ناټو بهر د امریکا د اصلي متحدینو له لیست وویستلو.

0
55

بایډن په رسمي توګه افغانستان له ناټو بهر د امریکا د اصلي متحدینو له لیست وویستلو.

24 سپتمبر 2022

سپينې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره، له ناټو سازمان بهر د دغه هیواد د اصلي متحدینو له لیست څخه د افغانستان د حذف کیدو خبر ورکړی دی.

 

په دې اعلامیه کې بایډن لیکلي دي: «د هغو اختیاراتو چې د جمهور رئیس په توګه د امریکا د قانون او اساسي قوانینو پر بنسټ یي لري، د غیر ناټو اصلي متحد په توګه د افغانستان طبقه بندۍ ته د پای ټکې ږدي.«

مخکې تر دې د جولای میاشتې په پیل کې هم جو بایډن د امریکا له پارلمان څخه غوښتي وو چې د غیر ناټو اصلي متحدینو له ډلې څخه دې د افغانستان غړیتوب پای ته ورسوي.

 

د «غیر ناټو اصلي متحدینو» عنوان هغو هیوادونو ته ورکول کیږي چې د دفاعي سوداګرۍ او امنیتي همکارۍ په برخه کې له متحده ایالاتو سره ګډې ګټې ولري. دغه عنوان متحدو هیوادونو ته اقتصادي او نظامي امنتیازات له ځان سره لري، خو د دغه هیواد له پاره په کې هیڅ ډول امنیتي ژمنه نه شاملیږي.

 

په اوس وخت کې ۱۸ نور هیوادونه چې عبارت دي له پاکستان، قطر، سویلي کوریا، جاپان، اسرائیل، مصر، کویت، تایلنډ، فلپين، بحرین، اردن، مراکش، نوی زیلاند، استرالیا، ارجنټاین، برازیل، کولمبیا او تانزانیا د امریکا د غیر ناټو اصلي متحدینو په لیست کې قرار لري.
سربیره پر دې ممکن دی چې د تایوان په برخه کې هم بی له کوم رسمي انتخاب څخه، دغو متحدانو ته له ورته چلند څخه استفاده وشي.

اړوند موضوعات

بايډن غواړي د ناټو له غړيتوبه بهر د امريکا اصلي متحد لېست څخه د افغانستان نوم لري کړي

 

یاده دې وي چې افغانستان ته د متحده ایالاتو د غیر ناټو اصلي متحد عنوان په ۲۰۱۲م کال کې د بارک اوباما د جمهوري ریاست په وخت کې ورکړل شوی و.

Leave a reply