بايډن غواړي د ناټو له غړيتوبه بهر د امريکا اصلي متحد لېست څخه د افغانستان نوم لري کړي

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د امريکا له کنګرې غوښتي چې د افغانستان نوم (د ناټو له غړيتوبه بهر د امريکا اصلي متحد) لېست څخه د افغانستان نوم لرې کړي.

امريکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان په دې لېست کې شامل کړی ؤ. دغه موضوع د دې لامل شوه چې امريکا او افغانستان وشي کولای نږدې پوځي اړيکې ولري او په دې برخه کې کار ته دوام ورکړي.

خو تازه په تازه بايډن په يوه ليک کې د امريکا له کانګرسه غوښتي چې د افغانستان نوم له دې لېسته بهر کړي.

د ناټو له غړيتوبه بهر د امريکا اصلي متحد په توګه افغانستان کولای شول چې د نظامي ځواکونو د روزنې، د پوځي وسايلو د پېر او اجاره نيونې لپاره له ناټو سازمان او په ځانګړي توګه له امريکا څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بايډن دې پرېکړې په غبرګون کې ويلي چې، موږ د يادې پرېکړې په اړه کومه اندېښنه نه لرو او دغه عنوان افغانستان ته کومه ګټه هم نه کوي.

د ا.ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي چې، د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د هغې پرېکړې په اړه چي ویلي یې دي (د ناټو د غړیتوب نه بغیر د امریکا اصلي متحد) عنوان به له افغانستان څخه بېرته اخلي، موږ کومه اندېښنه نه لرو او نه هم دغه عنوان افغانستان ته کومه ګټه کړې وه.

مجاهد زياته کړې چې، تېر شل کاله افغانان تر همدې عنوان لاندې وځورېدل او کومه ښه خاطره نه ورڅخه لري.

د ا.ا.ا وياند همداراز ويلي چې، البته په دیپلوماتیکو او سوداګريزو برخو کې موږ غواړو له ټولو هېوادونو سره ښې، مثبتې او د باور وړ اړیکې ولرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载