د سره صلیب په ګډون زیاتې مؤسسې وایي: کاناډا دې پر طالبانو بندیزونه نرم کړي.

0
100

د سره صلیب په ګډون زیاتې مؤسسې وایي: کاناډا دې پر طالبانو بندیزونه نرم کړي.

23 سپتمبر 2022

د بشري مرستو مخکښو موسسو د کاناډا له حکومته وغوښتل چې پر طالبانو بندیزونه نرم کړي څو په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته، چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، کومکونه ورسولی شي.

 

د دوی په وینا د کاناډا قوانین له افغانانو سره د مرستو مخه نیسي او باید په دغو قوانینو کې د یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو په شان بدلون راوړل شي.

 

د کاناډا د سره صلیب او امینسټي انټرنېشنل په ګډون ۱۸ خیریه مؤسسو ویلي، د کاناډا حکومت چې د طالبانو حکومت منزوي کوي، د بشري مرستو لپاره د لارو په موندلو کې تر خپلو سیالانو شاته پاتې شوی دی. دوی همداراز ویلي چې د کاناډا له لورې بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هڅو خنډ کېږي.

اړوند موضوعات

ترکیه وایي د افغانستان له خلکو سره په روغتیایي برخه کې مرسته کوو.

د ملګروملتو د اټکل له مخې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.

Leave a reply