وزیراعظم شهبا ز شریف امریکایی میډیا سره په خبرو کښې مې په پاکستان کښې د سیلابونو څخه د زیانونو ستونزه را اچته کړې ده

0
41

باغی ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وکتل.

شهباز شریف او جوبایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۷مې غونډې په څنډه کې وکتل.

دواړو مشرانو د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا په جوړ شوي استقبال کې سره وکتل.
دامريکا صدر دوزيراعظم شهباز شريف سره ليدنه کې په پاکستان کې دسيلابونو په نتيجه کښې د سلګونو خلکو په مړينه غمرازي څرګنده کړې او دسيلاونو ځپلو کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په سختو بشري حالاتو کې له پاکستان سره د مرستې د دوام هوډ څرګند کړ.

وزيراعظم شهباز شريف د امريکې صدر څخه پاکستان سره په غمرازۍ کولو مننه کړې او وئيلي ئې دي چې د يو ايس اي ډي مشر پاکستان ته په راتګ او امداد لېږلو د امريکي حکومت او خلکو مننه کوي۔
بل لوري ته دوزيراعظم شهباز شريف بيان کې وئيل شوي دي چې امريکائي ميډيا سره په يوه مرکه کې يو مهم ټکى پورته شوى چې سيلابونو په پاکستان کې پراخه تباهي کړې ده.

وزيراعظم ووئيل مونږ د موسمي آفت سبب نه يو خو د دې باوجود په پاكستان كښې د سيلابونو له وجې 3 كروړه نه زيات كسان متاثره شوي او زمونږ معيشت ته هم د 30 اربه ډالرو زيان رسولې شي۔

نور خبرونه

هند که مونږ سره به کشمیر خبرې کول غواړي، مونږ تیار یو: وزیراعظم شهبا شریف

د خبریال ایاز امیر د ننګور وژنه، د آیاز امیر د ننګور د وژنې به اړه غبرګون او بیان مخې ته راغلې دې

Leave a reply