هند که مونږ سره به کشمیر خبرې کول غواړي، مونږ تیار یو: وزیراعظم شهبا شریف

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، که هند له مونږ سره د کشمیر په مسله خبرې کول غواړي، نو مونږ چمتو یو.

دامريکا ميډيا سره دخبرو په مهال وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان کې دسيلاب له امله د3 کروړه څخه زيات خلک متاثره شوي اؤ ددريوؤ لکو ماشومانو دخرابيدو وېره ده، ده په شمول دنړۍ نورو مشرانو سره په دغه صورتحال خبرې اترې کړي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپل سفر کې د پاکستان ناورین لیدلی او ویلي یې دي چې په خپل ژوند کې یې داسې ناورین نه دی لیدلی.
هغه وویل د امریکا ولسمشر، د ترکیې ولسمشر او د فرانسې ولسمشر د قربانیانو په اړه د بیان له امله مننه کوي، زمونږ په هیواد کښې د سیلابونو له وجهې ډیر زیات زیانونه اوښتي، د خلکو د بیا رغولو، د زیربناوو د جوړولو لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو دوو میاشتو کې پاکستان د پورونو پوروړی دی، د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاریس په کلب کې له اروپايي مشرانو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې نړۍ باید له مونږ سره ودریږي ځکه چې له آی ایم ایف سره په سختو شرایطو کښې تړون شوې دې.

هند سره د اړيکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وزيراعظم شهبازشريف وويل مونږ هند سره اړيکې بحالول غواړو، د گاونډيانو په توگه مونږ تل يو بل سره پاتې کيږو.

د روس سره د تعلقاتو په اړه وزیراعظم شهباز شریف ویلي د روس صدر پوتین سره یې د تیلو، ګیس او غنمو د پیرودلو په اړه خبرې کړي دي.