سندهه او بلوچستان کښې د سیلابونو او ولاړو اوبو له وجهې وبایی ناروغۍ مخ په زیاتیدو دي

0
50

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ او بلوچستان د سېلاب ځپلو د ستونزو د کمولو پر ځای ورځ تر بلې زياتېږي، متاثرين په وبايي ناروغيو اخته کېږي او په روغتونونو کې د ډاکټرانو کمښت هم دی.

د بلوچستان د نصیرآباد ضلعې سېلاب ځپلي د ګېسټرو او ملاریا په شمول په بېلا بېلو مرضونو اخته دي، هره ورځ د ضلعې مرکزي روغتون ته د ۲۰۰۰ نه زیات ناروغان راځي، خو ډاکټر نشته، نو څوک د دوا په اړه اندېښمن دي،دغه شان متاثره وګړو د درملنې لپاره د ملاریا واکسین هم شتون نه لري.
ل لوري ته په سندهه کې د بارانونو د اوبو د نه ویستلو امله وبایی ناروغۍ زیاتې شوي دي.
دادو کې د ګېسټرو، ملاريا او نورو ناروغيو له وجې ۳ نور کسان مړه شوي چې ورسره په ضلع کې د مړو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.
د دادو په سرکاري او شخصي هسپتالونو کې د ناروغانو شمیره نزدې ۸۰۰۰ ته رسیدلې ده چې پکې په لکونو خلک د دادو د ژغورنې ډنډ، سپریو ډیم او مین نارا وادي ډنډ کې د خلاص آسمان لاندې د مرستو انتظار کوي.

بل لوري ته د جوهي څخه د ۴۲ ورځو په تېرېدو سره هم د کچو په سلگونو کلي د زمکي له لارې بې برقه دي، په داسې حال کې چې په خيرپور ناتن شاه، فريد اباد او بن سعيد اباد کې ۲۱ ورځې تېرې شوې هم برېښنا نه ده بحال شوې.

د بن سعید آباد حلقه بندې سیمې د ګریډ سټیشن نه د اوبو ایستلو لپاره درنده ماشینونه رسیدلي دي، په داسې حال کې چې د اوبو ایستلو لپاره د انډس لینک کانال کښې دویم کټ هم لګولی شوی دی.
نور خبرونه

امریکایی سناتور ویلي دي چې پاکستان کښې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۳۰۰۰ زره ته رسیدلو ډار شته

شیرین مزاري وایی چې زه دا نه وایم چې پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف او وسنې وزیراعظم شهباز شریف غداران دي

Leave a reply