امریکایی سناتور ویلي دي چې پاکستان کښې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۳۰۰۰ زره ته رسیدلو ډار شته
باغی ټي وي رپورټ
د سېلابونو له امله د رامنځته شویو ناورینونو په اړه د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو چارو د کمېټې مشر باب میننډیز وايي، د سېلابونو له امله د لویې مرګ ژوبلې وېره شته.
د امریکا د سنا د بهرنیو چارو د کمیټې مشر باب مینینډیز ویلي، پاکستان د خپل تاریخ له خورا سخت وخت څخه تیریږي، د سیلابونو له امله د ۳۰۰۰ کسانو د مړینې اټکل شوی او ۴۰ میلیونه پاکستانیان کډه کولو ته اړ شوي دي.
هغه زیاته کړه، که د پاکستان حکومت د ډیموکراسۍ او بشري حقونو مرکزي عناصرو ته پام وکړي، د بیارغونې پروسه به په ښه توګه ترسره شي.
ياده دې وي چې باب مينينډز تر دې وړاندې هم په خپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې پاکستان ته د نړيوالې ټولنې لخوا د سېلاب ځپلو وروستو ورکړل شوې مرستې د کمي نه زياتې دي.
نور خبرونه
د ملګري ملتونو عمومي مرستیال سره په لیدنه کښې وزیراعظم پاکستان د کشمیر ستونزې را اوچته کړې ده