په نیمروز کې د څه باندې ۱۹۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده

0
160

په نیمروز کې د څه باندې ۱۹۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده

له بلې خوا يو شمېر دغه کسان چې بېرته روغ شوي دي د چارواکو د هڅو ستاينه کوي او وايي چې ايران ته تللي او د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله په نشه يي توکو روږدي شوي دي. دوی له نورو ځوانانو غوښتنه کوي، چې هېڅکله دې دغه کار ته زړه ښه نه کړي او خپل ژوند دې نه تریخوي.

(2022 / 9 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نيمروز سيمه ييز چارواکي وايي چې په تېرو دوو مياشتو کې د دغه ولايت د معتادينو د درملنې په مرکز کې د ١٩٣ روږدو کسانو درملنه شوې او پرون خپلو کورونو ته ولېږدول شول.

د نيمروز له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس جمعه خان عثماني  رسنیو ته ویلي چې، دوى هڅه کوي چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او تر درملنې لاندې ونيسي.

ښاغلي عثماني له روغ رمټ کسانو غوښتي چې نور دې داسې کار نه کوي او په ټولنه کې د سالم انسان په توګه ژوند وکړي.

اړوند موضوعات: 

الجزیرې ویلي چې په نشه يي توکو روږدي کسان افغانستان کې په سرخوږي بدل شوي

Leave a reply