الجزیرې ویلي چې په نشه يي توکو روږدي کسان افغانستان کې په سرخوږي بدل شوي

0
223

الجزیرې ویلي چې په نشه يي توکو روږدي کسان افغانستان کې په سرخوږي بدل شوي

الجزیره وایي سره له دې چې نوي حکومت د معتادینو د ټولو لړۍ پیل کړې ده خو د ټولو معتادینو درملنه او د دوی بستري کول د حکومت تر وس لوړه خبره ده، ځکه شمېره یې تر دوو میلیونو کسانو اوړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

(2022 / 7 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په نشه يي توکو روږدي کسان افغانستان کې په سرخوږي بدل شوي.

الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې سلګونه زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي چې ډېری یې تر پلونو لاندې او کنډوالو کې ژوند کوي.

په راپور کې راځي چې افغانستان د نشه يي توکو ستر تولیدوونکی هېواد و، خو نوي حکومت ژمنه کړې چې له دې وروسته د نشه يي توکو کرکېلې ته اجازه نه ورکوي.

Leave a reply