شیخ هبة الله اخندزاده د افغانستان ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه لري.

0
191

شیخ هبة الله اخندزاده د افغانستان ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه لري.

23 سپتمبر 2022

 

د اسلامي امارت مشر او امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د افغانستان ځوانې ټولنې ته ځانګړې پاملرنه لري او د دوی د اصلاح او تعلیم لپاره کاري فرصتونه پر لاره اچوي.

دغه څرګندونې تیره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي یونس راشد وايي، چې شیخ هبة الله اخندزاده د افغانستان ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه لري.نوموړي په کابل کې د « افغان ځوانانو د روښانه راتلونکي لپاره فرصتونه» تر عنوان لاندې جوړ شوي سیمینار ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د افغان ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې د اعتماد او اقتصاد په نوم د یوې طرحې پر جوړولو کار پیل کړی دی.

اړوند موضوعات

ا.ا مخابراتي شبکو ته د ټیک ټاک او پابجي د بندېدلو لپاره ضرب الاجل وټاکۀ

په دې سمینار کې د کابل والي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې نړیوال هڅه کوي د تبلیغاتو له لارې افغانان پر اوسني نظام بې باوره کړي، خو موږ به یې دا هڅې ناکاموو.

Leave a reply