امریکا، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو افغانستان کې په ملي مذاکراتو ټینګار کړی.
امریکا، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو افغانستان کې په ملي مذاکراتو ټینګار کړی.
23 سپتمبر 2022
د افغانستان په اړه د امریکا، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او يو شمېر نورو هېوادونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د يوه باوري ټولګډونه حکومت، ملي مذاکرات او سياسي سستم شتون اړین بللي دي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ايټاليا، ناروې او بريتانيا ځانګړو استازو په واشنګټن کې ځانګړې ناسته کړې وه.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې چې د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث وشو، پکې د جاپان، قطر، سویس، او یوناما استازو هم کډون درلود. دامريکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددې ناستې ګډونوالو په پای کې ۱۵ ماده ییز پرېکړه لیک هم خپره کړه. په پرېکړه ليک کې راغلي، په دې ناسته کې د يو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو او د افغانانو له بنسټيزو حقونو څخه پر سرغړونو ژورنه اندېښنه وښوده.
اړوند موضوعات
ملګرو ملتونو د افغانستان روان بشري وضعت د اندېښنې وړ ګڼلی دی
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د ناستې ګډونوالو د افغانستان د وروستيو حالاتو او بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستي راپور هرکلی وکړ.