ملګرو ملتونو د افغانستان روان بشري وضعت د اندېښنې وړ ګڼلی دی 

0
165

په دې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې دلته بشري وضعیت ترینګلی دی او افغانان له بشري اړخه له ناورین سره مخ دي.

د ده په خبره له یوې خوا لوږه، کمزوری اقتصاد او اقتصادي فشارونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې سخت کړی دی او له بلې خوا د ښوونځيو د بندېدلو دوام هم د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

(2022 / 9 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوالې ادارې په افغانستان کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
دغې ادارې ويلي، چې په نړیواله کچه یې د بشري وضعیت په اړه غونډه کړې وه چې په هغه کې پر افغانستان هم خبرې شوې دي.
په دې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې دلته بشري وضعیت ترینګلی دی او افغانان له بشري اړخه له ناورین سره مخ دي.

د ده په خبره له یوې خوا لوږه، کمزوری اقتصاد او اقتصادي فشارونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې سخت کړی دی او له بلې خوا د ښوونځيو د بندېدلو دوام هم د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

اړوند موضوعات: 

 د بشر حقونو څار سازمان: افغانستان کې بشري وضعت خراب شوی 

ریچارډ بېنېټ ویلي افغانستان کې لوږه د چټکې پراختیا په حال کې ده او که پر وخت اقدام نه کېږي نو په دغه هېواد کې به روان بشري ناورین نور هم پراخ شي.

Leave a reply