پوتزل: هېڅ خبریال باید خپل غږ ټیت نکړي او لۀ خپلو حقوق دفاع وکړي
پوتزل: هېڅ خبریال باید خپل غږ ټیت نکړي او لۀ خپلو حقوق دفاع وکړي
ښاغلي پوتزل په کابل کې له ټلویزیون سره د لیدنې پر مهال د رسنیو لپاره د یوه روښانه چوکاټ پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې هم وویل چې یوه سالمه ټولنه ازادو رسنیو ته اړتیا لري. په تېرو دوو لسیزو کې د رسنیو ازادي د پام وړ وده کړې، خو د شته راپورونو له مخې د ط’البانو له راتګ سره نږدې نیمايي فعالیت بند شوی دی.
(2022 / 9 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د دفتر (یوناما) مشر مارکس پوتزل په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره د لیدنې پر مهال وویل چې «هیڅ خبریال باید د خپل غږ له ټیټېدو او یا د خپل شخصي خوندیتوب له وېرې ونه ډار شي».
ښاغلي پوتزل په داسې حال کې په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ څخه لیدنه وکړه چې د بې سرحده خبریالانو د راپور له مخې د ط’البانو له واکمنۍ وروسته ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوې دي.
۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ۷۶ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ښځینه خبریالانې نشته او په افغانستان کې د رسنیو ازادي تېر کال له ۱۲۲ څخه ۱۵۶ ته راښکته شوې ده.
اړوند موضوعات:
تېر یوۀ کال کې کابو ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي