توماس ویسټ تازه ویلي د افغانستان د بانک ګنګل شوې شتمني به د دغه هیواد په اقتصادي ثبات مصرف شي.

0
146

توماس ویسټ تازه ویلي د افغانستان د بانک ګنګل شوې شتمني به د دغه هیواد په اقتصادي ثبات مصرف شي.

 
سپتمبر 21, 2022

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ ويلي چې د افغان فنډ په نوم نوي جوړ شوي صندوق ته د افغانستان بانک لېږل شوې شتمنۍ به په بشري مرستو ونه لګول شي.

 

ويسټ نن ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي، دا ذهنيت سم نه دی چې د افغانستان بانک ازادې شوې شتمنۍ به د بشري مرستو د رسولو په لاره کې ولګول شي، هغه ويلي چې د سويس يوه بانک ته د ازادو شويو شتمنيو د لېږد موخه دا ده چې افغانستان کې اقتصادي فعاليتونه پيل او اقتصادي ثبات ټينګ شي.

د توماس ويسټ په خبره چې د ازادو شويو شتمنيو د ساتلو لپاره د دوی لومړی انتخاب د افغانستان بانک دی، خو په وينا يې چې د امريکا متحد ايالتونه د افغانستان بانک له خپلواکۍ ډاډه نه دي چې ازادېدونکې پيسې به د ترهګرو او مجرمينو لاس ته نه رسيږي.

اړوند موضوعات

افغان حکومت یو ځل بیا د افغانانو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون او اقتصادي بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

 

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي دغه راز ټينګار کړی چې د افغانستان بانک د ظرفيت په لوړولو کې خپلو هڅو او همکاريو ته ادامه ورکوي او هيله لري چې دغه اداره يوه ورځ د دې جوګه شي چې ازادې شوې شتمنۍ په ډاډ سره ور وسپارل شي، ده ټينګار کړی چې د افغانستان فنډ په نوم صندوق ته د افغانستان د ارزي شتمنيو لېږد یې دويم غوراوی دی او که چيرې افغانستان بانک ټاکلي شرایطو پوره نه کړای شي نو دوی به له دې لارې له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply