په فراه کې د یوه کلي اوسېدونکو پۀ خپلو امکاناتو ښوونځی جوړ کړی
په فراه کې د یوه کلي اوسېدونکو پۀ خپلو امکاناتو ښوونځی جوړ کړی
د ښاغلي زعيم په وينا، دغه ښوونځى د ځايي اوسېدونکو له خوا په ١٢٠٠ متره مربع ځمکه کې جوړ شوى او لګښت يې ٢٥٠٠ زره افغانۍ دى. چارواکي لا هم وايي، چې د دې کلي د ماشومانو د زده کړې په برخه کې جدي هڅې کوي، څو دوی ښه وده وکړي.
(2022 /9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د پشترود ولسوالۍ د “بارکزو میساو” کلي اوسېدونکو په خپل لګښت یو ښوونځی جوړ کړی دی.
د فراه د پوهنې رییس اختر محمد زعیم چې د دغه ښوونځي د پرانیستلو لپاره پشترود ولسوالۍ ته تللی، د سیمې له اوسېدونکو څخه د مننې ترڅنګ وايي:«زموږ خلک له زده کړو سره لېوالتیا لري، دوی په خپل لګښت د زده کړو ځایونه جوړوي څو د دوی راتلونکي نسلونو ذهنونه روښانه شي.”
د ښاغلي زعيم په وينا، دغه ښوونځى د ځايي اوسېدونکو له خوا په ١٢٠٠ متره مربع ځمکه کې جوړ شوى او لګښت يې ٢٥٠٠ زره افغانۍ دى. چارواکي لا هم وايي، چې د دې کلي د ماشومانو د زده کړې په برخه کې جدي هڅې کوي، څو دوی ښه وده وکړي.
اړوند موضوعات:
یونیسف یو ځل بیا پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي
د فراه ولایت د دغې سیمې اوسېدونکي دا ښوونځی پۀ داسې محال پرانیزي چې تر دې وړاندې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ارزګان کې بي بي سي ته ویلي ؤ چې د افغانستان د لرې پرتو ولسوالیو خلک لۀ ښوونځیو سره پۀ ځانګړي ډول د نجونو ښوونځي تګ سره مخالف دي.