افغان دولت د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د وزارت او معینیت تر سطحې نوې ټاکنې ترسره کړي.
افغان دولت د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د وزارت او معینیت تر سطحې نوې ټاکنې ترسره کړي.
20 سپتمبر 2022
د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د نوو ټاکنو یوه اعلامیه نشر کړه، چې پکې د وزارت، معینیت، ولایت او نورو مهمو سطحو ټاکنې او تغیرات شوي.
په دغه نوو ټاکنو کې د پوهنې مخکینی وزیر شیخ نورالله منیر د مرکزي دالافتاء د لوی رئیس په توګه ټاکل شوی او د پوهنې وزارت لپاره نوی وزیر مولوي حبیب الله آغا چې د کندهار د علماؤ رئیس و، وټاکل شو.
تر څنګ یې مولوي ملوک شاه د کندهار د علماؤ د نوي مشر په توګه، د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ مخکینی معین مولوي فیض جمال د تامیناتي معین په توګه، مولوي محسن هاشمي مخکینی د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین د پنجشیر د نوي والي په توګه.
اړوند موضوعات
افغان دولت په خپل تشکیل کې د وزارت په سطحه نوې بیلا بیلې ټاکنې ترسره کړي.
همدا راز د لوګر ولایت لپاره ملا شعیب نوی والي او مخکینی والي مولوي عنایت الله شجاع د همدې ولایت مرستیال په توګه، د تخار لپاره د سیاسی دفتر غړی مولوي ضیاءالرحمن مدني د نوي والي په توګه.