د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، تر اوسه سلګونه نقلیه وسایط بیرته خپلو مالکانو ته سپارلي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، تر اوسه سلګونه نقلیه وسایط بیرته خپلو مالکانو ته سپارلي.
20سپتمبر 2022
د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي د تیر فاسد نظام پر وخت غیر قانونه او غیر شرعي توګه ضبط شوي نقلیه وسایط بیرته خپلو مالکینو ته د معاونیت ملکي له لورې سپارل کیږي.
د دغه معینیت ملکي اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د یوې خبرې غونډې پر مهال ووېل چې دوی ټول هغه وسایط خپلو مالکینو ته سپاري چې تیر حکومت په ناقونه توګه له خلکو نیولي.
اړوند موضوعات
دوی زیاته کړه چې تر اوسه یې ۲۳۰ نقیله وسایط او ۳۶۹ مختلف النوع اجناس خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي.






