د پکتیا ځايي سوداګرو غوښتي چې پکتیا دې اقتصادي زون اعلان شي.

0
44

د پکتیا ځايي سوداګرو غوښتي چې پکتیا دې اقتصادي زون اعلان شي.

19 سپتمبر 2022

د پکتيا يو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو د صنايعو او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدين عزيزي سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې دغه ولايت دې يو له اقتصادي زون څخه جوړ او ترانزيټي لارې دې فعالې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې ګډونوالو د صنعتکارانو لپاره د مناسب ځای او د تعرفې په اړه خپلې ستونزې د وزارت له وزیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پکتیا د صنعتکارانو او سوداګرو د وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته د همکارۍ ژمنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې صنعتکارانو ته د ځمکې د وېش او د ترانزیټي سړک د فعالولو په برخه کې لیکلې غوښتنه وکړي.

اړوند موضوعات

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي

همدا راز يې ډاډ ورکړ، چې د دوی د وړاندیزونو او ستونزو په اړه به د اړوندو ادارو له مسوولینو سره خبرې وکړي.

Leave a reply