د قرغزستان او تاجکستان تر منځ جګړه؛ ۸۱ کسان پکښې وژل شوي دي
د قرغزستان او تاجکستان تر منځ جګړه؛ ۸۱ کسان پکښې وژل شوي دي
بل لور ته د قرغزستان حکومت ویلي چې د باتکین په سرحدي سیمې کې یې ۴۶ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ژوبل دي.
د افغان چارواکو په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونو له دې هېوادونو غوښتي چې جګړه ودروي او هرڅه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
(2022 / 9 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتو کې تر دې دمه ۸۱ تنه وژل شوي دي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې په دې جګړه ۳۵ تنه وګړي وژل شوي او ۲۵ تنه نور ژوبل شوي دي، چې په خبره یې ښځې، ماشومان او نور ولسي وګړي هم په قربانیانو کې شامل دي.
د تاجکستان حکومت قرغزستان تورن کړی دی چې په یو جومات او ښوونځي باندې یې د بې پیلوټه الوتکو په دوو جلا بریدونو کې يې شپږ تنه وژلي دي.
بل لور ته د قرغزستان حکومت ویلي چې د باتکین په سرحدي سیمې کې یې ۴۶ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ژوبل دي.
اړوند موضوعات:
د قرغزستاني او تاجکستاني ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې ده
د افغان چارواکو په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونو له دې هېوادونو غوښتي چې جګړه ودروي او هرڅه د خبرو اترو له لارې حل کړي.