د قرغزستاني او تاجکستاني ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې ده

د قرغزستاني او تاجکستاني ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې ده
د تاجکستان لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د تاجکستان او قرغزستان په ګډون د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونو له اوږدو کلونو راهیسې په خپلو کې سرحدي لانجې لري.
(2022 / 6 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قرغزستان د سرحدونو د ساتنې د خدماتو اداره وايي، پرون یوځل بیا د دې هېواد او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
دې اداره ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه چې قرغزي ځواکونو د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د برید پر وړاندې د دفاع لپاره وسله پورته کړه.
د تاجکستان لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د تاجکستان او قرغزستان په ګډون د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونو له اوږدو کلونو راهیسې په خپلو کې سرحدي لانجې لري.






