ازبکستان د شانګهای غړو هېوادونو څخه د افغانستان پټلۍ جوړېدو سره د مرستې غوښتنه وکړه

ازبکستان د شانګهای غړو هېوادونو څخه د افغانستان پټلۍ جوړېدو سره د مرستې غوښتنه وکړه
موږ غواړو د افغان ترانسپورت (ترمز، مزارشریف، کابل او پېښور) د جوړولو لپاره د یوې بلې مهمې ستراتیژیکې پروژې ملاتړ وکړو. د هغه په وينا، د دغو دوو پروژو پلي کېدل به د شانګهای د همکارۍ سازمان په سيمه کې د متقابلو اړيکو د پياوړتيا لپاره پراخ فرصتونه پرانيزي.
(2022 / 9 / 17 تاریخ تلویزیون باغی)
راپور
د ازبکستان ولسمشر د شانګهای د غړیو له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د ټرانسپورټ پټلۍ له جوړېدو سره مرسته وکړي.
د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف نن د شانګهای د همکاریو د فورم په غونډه کې له ګډون کوونکو وغوښتل چې د افغانستان د ټرانسپورټ د پټلۍ د جوړولو ملاتړ وکړي او د راتلونکي کال په دې غونډه کې د ترانسپورت په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
میرضیایف وویل: موږ د دغې سرمشریزې په چوکاټ کې د چین – قرغزستان – ازبکستان د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو د درې اړخیز تړون لاسلیک کول هم یوه تاریخي پیښه ګڼو.
خبرهای مرتبط به این:
نن ازبکستان کې د شانګهای غونډه ترسره کېږ؛ خو د ا.ا چارواکي ورته ندي بلل شوي