نن ازبکستان کې د شانګهای غونډه ترسره کېږ؛ خو د ا.ا چارواکي ورته ندي بلل شوي 

0
126

نن ازبکستان کې د شانګهای غونډه جوړېږي؛ خو د ا.ا چارواکي ورته ندي بلل شوي 

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي جانګ مينګ وويل د شلمې دورې سرمشريزې غونډې په ترڅ کې به د دغه سازمان سرمنشي د نړۍ او سيمه ييزو مسايلو په اړه پراخې خبرې اترې وکړي څو د همکارۍ نوی باب پرانيستل شي او ګډ تفاهم رامنځته شي.

 

(2022 / 9 / 15    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې ټاکل شوې په ازبکستان کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي، خو د ط’البانو د حکومت چارواکي دې غونډې ته نه دي بلل شوي. دا غونډه به نن پنجشنبه د سنبلې په ۲۴مه د دوو ورځو لپاره په ازبکستان کې جوړه شي.

د شانګهای د سرمشریزې لپاره د ازبکستان همغږي کوونکي رحمت الله نورمبتوف رسنیو ته ویلي چې واک ته د ط’البانو د راتګ له امله په دغه سازمان کې د څارونکي هېواد په توګه د افغانستان د غړیتوب برخلیک معلوم نه دی.

د سمرقند په غونډه کې به د چین، روسیې، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند او پاکستان سربیره چې د شانګهای سازمان اصلي غړي دي، د بیلاروس، ایران او منګولیا په ګډون د څارونکو هیوادونو مشران هم ګډون وکړي.

افغانستان چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د شانګهای سازمان د څارونکي حیثیت ترلاسه کړ، د پخواني رژیم له نسکوریدو او واک ته د ط’البانو د راتګ له امله په دغه سازمان کې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دی.

ضيایف څرګنده کړه: «دغه هېواد (افغانستان) د شانګهای د همکارۍ سازمان د چوکاټ بشپړونکی برخه ده. د افغانستان خلک تر بل هر وخت ښه ګاونډیانو او د هغوی ملاتړ ته اړتیا لري. دا زموږ اخلاقي دنده ده چې د همکارۍ لاس اوږد کړو او د هیواد د ټولنیز اقتصاد د ودې او د سیمه ایز او نړیوال پرمختګ په بهیر کې د ادغام له لارې د څو کلونو بحرانونو د له منځه وړلو لپاره اغیزمنې لارې چارې ولټوو.

د ط’البانو د ویاند مرستیال بلال کریمي هم رسنیو ته ویلي چې د شانګهای غونډې ته د دوی چارواکي نه دي بلل شوي. د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، هڅه کوي چې په سیمه کې له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې او د سیمې پر پراختیا تمرکز وکړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي جانګ مينګ وويل د شلمې دورې سرمشريزې غونډې په ترڅ کې به د دغه سازمان سرمنشي د نړۍ او سيمه ييزو مسايلو په اړه پراخې خبرې اترې وکړي څو د همکارۍ نوی باب پرانيستل شي او ګډ تفاهم رامنځته شي.

په همدې حال کې، پر اوکراین د روسیې د یرغل له دوام سره، د دغې غونډې په څنډه کې د چین او روسیې د مشرانو تر منځ غونډې د نړۍ پام ځان ته اړولی دی.

Leave a reply