د شانګهای سازمان: افغانستان کې د بشري مرستو لۀ ټولو هڅو ملاتړ کوو   

0
169

د شانګهای سازمان: افغانستان کې د بشري مرستو لۀ ټولو هڅو ملاتړ کوو 

په اعلامیه کې د هغو ګاونډيو هېوادونو ستاينه شوې چې په تېرو کلونو کی یې د کډوالو افغانانو کوربه توب کړی دی. د شانګهای سازمان ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

 

(2022 / 9 / 17    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د شانګهای سازمان وايي، چې دوی په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
د شانګهای همکاریو سازمان وايي دوی د یوه خپلواک، بې پلوه، ډیموکرات، له هر ډول ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک سوله یېز افغانستان ملاتړ کوي.

د ياد سازمان دوه ورځنۍ غونډه چی دوه ورځې مخکې د ازبکستان په سمرقند ښار کې پیل شوې وه، تېره ورځ د یوې کډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
په اعلامیه کې راغلي، د شانګهای همکاریو سازمان پر دې باوري دی، چې د دې سازمان د غړو هېوادونو په سيمو کې امنیت او ثبات رامنځته شي او د افغانستان وضعیت ته بايد جدي پاملرنه وشي.
د دغه سازمان د سرمشریزې غونډې په اعلامیه کې په افغانستان کې دیوه داسې ټولشموله حکومت غوښتنه کړې چې د ټولو قومي، مذهبي او سياسي ډلو استازي پکې شتون ولري.

اړوند موضوعات: 

د شانګهای د همکاریو سازمان غړي پر افغانستان خبرې کوي

په اعلامیه کې د هغو ګاونډيو هېوادونو ستاينه شوې چې په تېرو کلونو کی یې د کډوالو افغانانو کوربه توب کړی دی. د شانګهای سازمان ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

Leave a reply