د شانګهای د همکاریو سازمان غړي پر افغانستان خبرې کوي

0
246

د شانګهای د همکاریو سازمان غړي پر افغانستان خبرې کوي

د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي.

 

(2021 / 9 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)

د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي. د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ولسمشران په انلاین توګه د افغانستان پر وضعیت غږېږي او خپلې اندېښنې او پلانونه شریکوي. د هند لومړی وزیر نریندا مودي او د چین ولسمشر شي جین پینګ به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي. هند وار له مخه ویلي چې په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دی او خپلې دغه اندېښنې به د شانګهای د غړو هېوادونو په غونډه کې شریکې کړي. ښايي په دې غونډه کې له افغانستان سره د مرستو او امنیتي همکاریو په تړاو هم خبرې او بحثونه وشي.

Leave a reply