د افغانستان د بحران ناسم مدیریت؛ برتانیې د بهرنیو چارو وزیر له دندې لیري کړ

0
71

د افغانستان د بحران د ناسم مدیریت له کبله د برتانیې لومړي‌ وزیر «بوریس جانسون» په خپله کابینه کې بدلونونه راوستي او د بهرنیو چارو وزیر یې له دندې لیري کړی.

ډومینیک راب چې چې تر دې مهاله یې د بهرنیو چارو د وزیر په حیث دنده سرته رسوله، تازه د لومړي وزیر له لوري له دندې ګوښه شوی او د سوداګرۍ وزیره «لیز تروس» یې په ځای ټاکل شوې.

راب چې اوس د لومړي وزیر د مرستیال په حیث ټاکل شوی، تورن دی چې د طالبانو له لوري‌ د کابل د نیول کېدو په مهال په رخصتي تللی وو او هلته شته ناسم وضعیت یې سم نه دی مدیریت کړی.

نوموړی تورن دی، چې د کابل د سقوط په مهال یې د برتانیې په کوم ساحل کې تفریح کوله او د افغانستان پېښو ته یې په ښه ډول لاسرسی نه دی کړی.

ورته مهال راب دا مني چې په یادو ورځو کې په رخصتیو تللی و، خو په خبره یې، د سمندرونو ساحلونه بند وو او که دی د طالبانو له داسې چټک پرمختګ خبر وای، نو رخصتي به یې نه وای کړې.

یاده دې وي، چې د تېرې میاشتې په پنځلسمه نېټه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او هلته د زرګونو امریکایي عسکرو تر څنګ ګڼ برتانوي‌ عسکر او اتباع هم بند پاتې شول، چې وروسته د کابل هوايي ډګر له لارې وایستل شول.

Leave a reply