عمران خان: د دایمي ثبات لپاره د همه شمول حکومت جوړول حتمي دي

عمران خان: د دایمي ثبات لپاره د همه شمول حکومت جوړول حتمي دي
طالبان دې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمېدو لپاره همه شموله حکومت جوړ کړي.
(2021 / 9 / 16
طالبان دې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمېدو لپاره همه شموله حکومت جوړ کړي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه با ثباته او دایمي حکومت جوړېدو ته اړتیا ده او دا یوازې په دې کېږي چې ټول اړخونه سره سلا شي. هغه ویلي که طالبان غواړي چې په رښتیا دلته روان څلوېښت کلن ناورین پای ته ورسېږي، نو باید ټولو اړخونو ته په حکومت کې واک او ځای ورکړي. هغه همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې له طالبانو سره خبرو ته ادامه ورکړي او دغه ډله تیاره کړي چې بشري حقونه او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.






