طالبانو سره دې مرستې وکړې شي چې د افغانستان شخړه ختمه شي: عمران خان

عمران خان د سي این این ټي وي سر په مرکه کښې
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د سي این این ټي وي شبکې په یو مرکه کښې ویلي دي چې وس وخت راغلې چې طالبانو سره پوره مرسته وشي چې د افغانستان جهګړا پای ته ورسي.
عمران خان اوویل چې پاکستان د حقاني نیټ ورک حمایت نه کوي، حقاني نیټ ورک د روس خلاف جهاد کړې وو،دوی سره د پاکستان څه اړیکې نشته.
عمران خان اوویل چې دې امید لري او د الله تعالی نه دعا کوي چې په افغانستان کښې د تیرو ۴۰ کالو جهګړه ختمه شي او په افغانستان کښې امن راشي.
عمران خان اوویل چې طالبانو چې څنګه د ښځو د حقونو په اړه ویلي دي نو ددې مطلب دادې چې دوی غواړي چې نړۍ دوی تسلیم کړي.
عمران خان اوویل چې د بهر نه افغانستان کنټرول کول یو ډیره لویه غلطی ده او دا تاریخ ثابته کړې ده چې د بهرنه افغانستان کنټرول کولو باندې دلته د خلقو سپورټ نه وي نو ناکامه مخې ته راځي.
خان اوویل چې که چرې طالبان یو داسې ټول شموله حکومت جوړ کړي نو په دې هیواد کښې به امن راشي.
#Afghanistan is at a “historic crossroads” and the Taliban should be given time, @ImranKhanPTI tells Becky Anderson in an exclusive interview from his home in #Islamabad pic.twitter.com/469u7BwPP3
— Becky Anderson (@BeckyCNN) September 15, 2021






