حامد کرزی: د پنجشیر جګړه ورور وژنه ده، باید ودرول شي   

0
94

حامد کرزی: د پنجشیر جګړه ورور وژنه ده، باید ودرول شي 

ښاغلي کرزي په هغې اعلاميه کې چې د سنبلې په ٢٥مه يې د جمعې په ورځ خپره کړه، لۀ ا.ا څخه وغوښتل چې په پنجشېر کې د جګړې مخه ونيسي.

هغه وايي، چې د تېرو کلونو ترخې تجربې، جګړې او وينې تويول د ستونزو د حل لار نه ده او برعکس د لا زياتې تباهي او بربادۍ لامل ګرځي.

 

(2022 / 9 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

حامد کرزي د پنجشیر جګړه وحشتناکه وبلله او د هغې د بندیدو غوښتنه یې وکړه. پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په پنجشیر کې د ط’البانو په مشرۍ د دولت او د مقاومت د جبهې ترمنځ د جګړې پر دوام او شدت خواشیني څرګنده کړې او دا یې ورور وژنه بللې ده.

ښاغلي کرزي په هغې اعلاميه کې چې د سنبلې په ٢٥مه يې د جمعې په ورځ خپره کړه، لۀ ا.ا څخه وغوښتل چې په پنجشېر کې د جګړې مخه ونيسي.

هغه وايي، چې د تېرو کلونو ترخې تجربې، جګړې او وينې تويول د ستونزو د حل لار نه ده او برعکس د لا زياتې تباهي او بربادۍ لامل ګرځي.

حامد کرزی وايي، په اوسنيو حالاتو کې د هېواد د ستونزو تر ټولو ښه حل خبرې او تفاهم دی.

کرزی په هیواد کې ملي یووالي او هماهنګۍ د ټینګښت لپاره دا مهمه ګڼي.

اړوند موضوعات: 

ا.ا او د مقاومت جبهې پنجشیر کې یو بل ته د سختو تلفاتو اړولو ادعاوې کړې دي

پخوانی ولسمشر د ط’البانو تر مشرۍ لاندې د هېواد د روان وضعیت تر ټولو ډېر مسوول دی. په تېره یوه اوونۍ کې د ط’البانو په مشرۍ د حکومت د ځواکونو او د مقاومت د جبهې ترمنځ جګړې زور اخیستی چې دواړو لورو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Leave a reply