ا.ا او د مقاومت جبهې پنجشیر کې یو بل ته د سختو تلفاتو اړولو ادعاوې کړې دي
ا.ا او د مقاومت جبهې پنجشیر کې یو بل ته د سختو تلفاتو اړولو ادعاوې کړې دي
په دغو ویډیوګانو کې یو شمېر جسدونه هم لیدل کېږي، چې ویل کېږي د مقاومت جبهې له ځواکونو سره تړاو لري. په ټولنیزو شبکو کې ویل شوي چې دا جسدونه د مقاومت د جبهې د ځواکونو دي چې د ط’البانو له خوا وژل شوي دي.
(2022 9 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا حکومت او د مقاومت جبهې دواړه چارواکي ادعا کوي چې د پنجشیر په جګړو کې یې یو بل ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د دوی ځواکونو په پنجشیر کې د «مقاومت جبهې» ۴۰ غړي وژلي او ۱۰۱ نور یې بندیان کړي دي.
د ا.ا ویاند د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۲۲ مه په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي چې په وژل شویو کې د «مقاومت جبهې» څلور قومندانان هم شامل دي. ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې دوی غوښتل د خلکو امنیت ګډوډ کړي، خو مخه یې ونیول شوه.
له بلې خوا د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي ادعا کوي چې د پنجشیر په نښتو کې د ا.ا ۴۱ غړي وژل شوي او د «مقاومت جبهې» د ۱۱ غړو وژل کېدل هم تاییدوي.
احمدي وايي، د شنبې په ورځ د ا.ا د عمري او بدري د ځانګړو قطعاتو ۳۲ تنه وژل شوي دي. د هغه په وينا، په دې ورځ درې تنه مقاومت کوونکي هم ټپيان شوي دي. د مقاومت د جبهې وياند وويل: “جنايتکار ط’البانو د ټولو اسلامي ارزښتونو، بشري معيارونو او د جينو کنوانسیون (د جګړې له بنديانو سره د چلند په اړه)) د مقاومت د جبهې اته تنه غړي په ډزو سره شهيدان کړي دي.” خو د ا.ا ویاند بي بي سي ته ویلي، چې د مقاومت د جبهې غړي د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دوى له غره را ښکته شوي او د طالبانو پر پوستو يې بريدونه کړي دي. په ورته وخت کې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي یو شمېر کسان چې ویل کېږي د مقاومت د جبهې غړي دي او لاسونه یې تړلي دي، د ا.ا له خوا نیول شوي دي. په دغو ویډیوګانو کې یو شمېر جسدونه هم لیدل کېږي، چې ویل کېږي د مقاومت جبهې له ځواکونو سره تړاو لري. په ټولنیزو شبکو کې ویل شوي چې دا جسدونه د مقاومت د جبهې د ځواکونو دي چې د ط’البانو له خوا وژل شوي دي.