عمران خان که هرڅه هم وایی، د فوځ سرلښکر پریکړه به وزیراعظم کوي: د پاکستان دفاع وزیر بیان

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزير خواجه اصف د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه د تحريک انصاف د مشر عمران خان پر وينا غبرګون ښودلی دی.
د دفاع وزير خواجه اصف نن د جيو نيوز په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال وويل، کله چې وخت راشي، د دفاع وزارت به د جي ايچ کيو په غوښتنه د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه سپارښتنې کوي.
ده ووئيل چې عمران خان چې څه هم وايي مونږ به خپل آئيني کردار ادا كوو او وزيراعظم شهباز شريف به د آرمي چيف په تجويزونو فيصله كوي۔
په دې لړ کې د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، حکومت به د پوځ د نوي مشر د ټاکلو په اړه په خپل وخت او د اساسي قانون له مخې پرېکړه کوي.
ده ووئيل د هېواد او ادارو تاريخ ښكاره كوي چې هيڅ يو هم د خپلې خوښې آرمي چيف نه شي لګولې٬ كه فوځ د يوې ادارې په توګه پاتې شي نو دا روايت دې رد كړې شي چې د فوځ سرلښکر د چا په خوښه ګمارلې شي.
دا خبره د یادونې ده چې تیرو څو ورځو څخه عمران خان د فوځ سرلښکر په اړه لانجه من بیانونه خپروي، عمران خان ویلی دی چې دا حکومت غواړي په خوښه باندې د آرمی مشر وټاکي خو فوځ دا خبرې ردوي او وایی چې د فوځ د سرلښکر ټاکنه د آیین او قانون ترلاندې شي او په دې کښې هیڅ کوم غیرقانوني چاره امکان نه لري.
………………………………
نور خبرونه
د فوځ سرلښکر د ګمارلو پریکړه به په وخت او د اصولو ترلاندې کولې شی: د داخله چارو وزیر






