د فوځ سرلښکر د ګمارلو پریکړه به په وخت او د اصولو ترلاندې کولې شی: د داخله چارو وزیر

0
167

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د آرمي چيف د تقررۍ فيصله به په خپل وخت او د طرز عمل مطابق کولے شي۔

د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې رانا ثناء الله وئيلي دي چې عمران خان يو شرارتي انسان دے او هر چرته خپله شرارت خپرول غواړي د عمران خان نظر دې په مکمله توګه له پامه غورځول شي۔

ده ووئيل چې د تحريك انصاف د بهرنۍ فنډنګ په معامله كښې دومره پرمختګ شوى چې كله به چالان عدالت ته وړاندې شي نو خلك به حيران شي چې دا كسان په كومه حده راوتلي دي۔ مونږ به د شهزاد اکبر په شان یو ورځنی پریس کانفرنس نه کوو، چالان به ډیر زر عدالت ته وړاندې کړو.
رانا ثناءالله وويل اوس که چيف جسټس خبره کړې وي نو راته ووايي چې معزز ججانو دنوؤ ججانو په تقرر اتفاق نۀ دى کړى. که ددوي ترمينځ کومه معاهده شوې واى نو حکومت يې مخه نۀ شي نيولى.په جوډيشل کميشن کې دقاضيانو شمير دنورو غړو په پرتله دوه چنده دى.

Leave a reply