د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا جګړه رامنځته شوې ده 

0
155

د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا جګړه رامنځته شوې ده 

له بلې خوا د اذربایجان جمهوریت د ارمنستان پوځ د دشکسان، کالی بازار او لشین سرحدي سیمو ته نږدې د ماینونو او وسلو په راټولولو تورن کړی دی. د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه هم متضاد راپورونه شته. تر څلویښتو ډیر ارمنی او تر ۱۰ ډیر اذربایجانی عسکر هم وژل شوی دی.

(2022 / 9 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ناګورنو قره باغ سیمه یو ځل بیا د اذربایجان او ارمنستان د پوځونو د جګړې په ډګر بدله شوې او د دواړو خواوو ترمنځ سختې ډزې روانې دي، چې په ترڅ کې یې لسګونه پوځیان وژل شوي دي.

د نړیوالو خبرونو له مخې په ناګورنو قره باغ کې د اذربایجان او ارمنستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

دا د ۲۰۲۰ کال له اوربند او د ارمنستان له وتلو وروسته تر ټولو ستره جګړه ده. د ارمنستان د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې اذربایجان په ناګورنو قره باغ د توپونو او وسلو برید کړی دی.

سربیره پر دې، دوی د ګورس، سوتوک او جرموک په ښارونو کې د ارمنستان په پوځي اډو هم ډزې وکړې.

اړوند موضوعات:

ارمنستان او اذربایجان د قرباغ ستونزې هوارولو پۀ اړه مذاکرات پیلوي

Leave a reply