ارمنستان او اذربایجان د قرباغ ستونزې هوارولو پۀ اړه مذاکرات پیلوي

0
181

ارمنستان او اذربایجان د قرباغ ستونزې هوارولو پۀ اړه مذاکرات پیلوي

  د ارمنستان د لومړي وزير دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ډير ژر به د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د مذاکراتو د پيل لپاره چمتووالی پيل کړي. ارمنستان او اذربايجان په ۲۰۲۰ کال کې د قره باغ سيمې پر سر جګړه وکړه چې له کبله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

(2022 / 4 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

اذربایجان او ارمنستان د قره باغ سیمې پر سر د را ولاړې شوې لانجې د ختمولو په موخه د سولې د مذاکراتو په پیلولو هوکړه کړې ده.   

  د ارمنستان لومړي وزير نیکول پاشینیان په بروکسل کې د اذربايجان له ولسمشر الهام علي يوف سره تر کتنې وروسته دا خبر ورکړی دی.

  دوی هوکړه کړې چې د اپریل میاشتې تر وروستیو پورې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډې پولې د ټاکلو لپاره کمیټه جوړه شي.

  د ارمنستان د لومړي وزير دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ډير ژر به د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د مذاکراتو د پيل لپاره چمتووالی پيل کړي. ارمنستان او اذربايجان په ۲۰۲۰ کال کې د قره باغ سيمې پر سر جګړه وکړه چې له کبله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

  ياده جګړه د روسيې په منځګړيتوب پای ته ورسيده.

Leave a reply