کابل کې د روسیې سفارت د ویزو د ورکړې او کونسلۍ خدمتونه درولي

کابل کې د روسیې سفارت د ویزو د ورکړې او کونسلۍ خدمتونه درولي
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «موږ اوس د هغو ویزو د ورکړې پر غوراویو او نورو سندونو کار کوو چې تر دې مخکې منل شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې، د لنډ مهال لپاره هېڅ ډول غوښتنه نه مني او نه یوازې د کونسلۍ خدمتونه په ټپه ولاړ دي، بلکې نوې ویزې هم نه ورکول کېږي.
(2022 / 9 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل کې د روسیې سفارت تېره ورځ د یوې خبرپاڼې پۀ خپرولو سره ویلي چې د کونسلۍ او د نویو ویزو د ورکړې خدمتونه یې درولي دي.
د روسیې سفارت له خلکو غوښتي، څو تر بلې خبرتیا پورې د دغه سفارت د کونسلۍ څانګې ته ور نشي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «موږ اوس د هغو ویزو د ورکړې پر غوراویو او نورو سندونو کار کوو چې تر دې مخکې منل شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې، د لنډ مهال لپاره هېڅ ډول غوښتنه نه مني او نه یوازې د کونسلۍ خدمتونه په ټپه ولاړ دي، بلکې نوې ویزې هم نه ورکول کېږي.
د تېرې اوونۍ د دوشنبې په سهار شاوخوا یوولس بجو کابل کې د روسیې سفارت مخې ته ځانمرګی برید وشو.
اړوند موضوعات:
په دغه برید کې چې مسوولیت یې داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه واخیست، د دوو روسي ډیپلوماټانو په ګډون، شپږ کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.






