د کابل پولیسو منلې چې د روسیې سفارت ته نیږدې یوۀ ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی   

0
163

نوموړی وايي، ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د پېښې يو شمېر عيني شاهدان د مرګ ژوبلې شمېر له هغه څه زيات بولي چې د کابل د پوليسو وياند يې اعلان کړى دى. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

(2022 / 9 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل پولیس تاییدوي چې نن دوشنبه د سنبلې ۱۴ مه شاوخوا ۱۱ بجې د اوومې امنیتي حوزې اړوند د روسیې سفارت ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي وچول.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وایي، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

اړوند موضوعات: 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هرات وروستۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې.

Leave a reply