عمران خان دا سوچ کوي چې د پاکستان داسې لوړپوړه جنرالان شته چې د پاکستان سره مینه نه لري: عرفان صدیقي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن سېنېټر عرفان صديقي وايي، د عمران خان په وينا، د فوځ په لوړو څوکیو باند د ګمارلو لپاره بايد له بني ګاله څخه د حب الوطنۍ سند ترلاسه شي.
تيره ورځ په فيصل اباد کې يوې جلسې ته د وينا په مهال عمران خان وويل موجوده حکومت په څلورو مياشتو کې د ملک کشتۍ ډوبه کړې ده.
د تحريک انصاف چيئرمېن دا هم اوويل چې موجوده حکمرانان صرف د کرپشن مقدمې ختمولو لپاره راغلي دي، د انتخاباتو نه د تېښتې مقصد په نومبر کښې د خپلې خوښې يو آرمي چيف لګول دي۔
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د عمران خان پر څرګندونو سختې نیوکې کړې او دا یې د ملي ضد اجنډا سره پرتله کړې ده.
په دې اړه د مسلم لیګ (ن) سناتور عرفان صدیقي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د عمران خان په وینا د لوړو پوځي تقررو لپاره به له بني ګاله څخه د حب الوطنۍ سند ترلاسه کول وي.
عرفان صدیقي زیاته کړه چې د عمران خان په وینا ځینې لوړپوړي جنرالان هم شته چې وطن دوسته نه دي.
د پاکستان مسلم لیګ نه سناتور پوښتنه وکړه چې آیا د پاکستان کوم ښکاره دښمن کله هم داسې تورونه لګولي دي؟
دا خبره مهمه ده چې عمران خان پرو په غونډه کښې د پاکستان فوځ سرلښکر په اړه داسې خبرې او بیان خپور کړې چې د پاکستان فوځ دا څوکۍ ی متنازعه کړې ده او په موجوده حکومت ی داسې تور لګولې دې چې دوی غواړي چې په نومبر کښې د خپلې خوښې د فوځ سرلښکر مخې ته راولي.
نور خبرونه






