د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د ځانمرګي برید راپور راغلې دې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د ځانمرګی برید راپورونه ورکړل شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته یو ځانمرګی بریدګر د ساتونکو له خوا ډزې وشوې، چې وروسته بریدګر د چاودېدونکو توکو په مرسته ځان ته چاودنه ورکړه.
د افغان ميډيا له مخې په چاودنه کې د اوښتي زيان په اړه جزئيات نه دي په ډاګه شوي، پوليسو د پېښې په اړه نورې پلټنې پيل کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په هرات ولايت كې د جامع جومات مخې ته د چاودنې له كبله د مولوي مجيب انصار په ګډون څو تنه وژل شوي وو.
A suicide bomber detonated explosives near the entrance of the #RussianEmbassy in #Kabul. Police confirmed the attacker was shot dead by armed guards as he approached the gate. "There is no information about casualties yet": Police.#Afghanistan #kabulattack #blast pic.twitter.com/K2LxHGGr0T
— Ajeet Kumar (@Ajeet1994) September 5, 2022