که عمران خان د عدلیه په ضد بیان باندې بخښنه اوغواړي نو دا به د هغه په سیاست څه اغیزه و نه کړي: اسد عمر

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر اسد عمر د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د عدليه ضد بیان باندې د بخښنi غوښتلو په اړه خبره کړې ده.

خپل یو بیان کې اسد عمر ویلي که عمران خان د عدلیې ضد بیان له امله بښنه وغواړي نو دا به د ده په سیاست څه اثر ونه کړي او نه به ورته کوم زیان ورسیږي خو د عمران خان وکیلان به دا پریکړه کوي چې دا ووایي یا نه.
د تحريک انصاف د مشر په وينا د پي ټي ائي دريځ واضح دى چې کوم حکومت بدل شوى دى په مستقيم ډول د پي ټي اېم د څو سياستوالو په لاس کې و، بهر ناست پلان جوړ شوى و او بهرنۍ اړيکې کارول شوې وې.
د پي ټي آئي مشر وويل چې په دې کښې ښکاره بهرنۍ لاسوهنه شوې ده، په پي ټي آئي کښې د ډيرو خلقو هم دا خيال دے چې که اسټيبلشمنټ زمونږ ملاتړ کړې واي نو دا بدلون به نه وې راغلې .
نور خبرونه

آیا عمران خان غواړي چې د فوځ په ضد بیان ورکولو سره د فوځ حوصلې کمزوري کړي؟ چیف جسټس اسلام آباد هایی کورټ

تلویزیون باغی صدای مردم سیل زده بلوچستان را بلند کرد

Leave a reply