د شهباز شریف په مشرۍ کښې وفاقي کابینې د داروګانو د نرخونو زیاتوالي پانړه رد کړې ده

0
199

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې د دوايانو په نرخونو کښې د زياتوالي سمري رد کړې شوې ده، کابينې حاجيانو ته د اضافي پيسې واپس کولو منظوري هم ورکړې ده۔

د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې کابينې حاجيانو ته د اضافي پيسو واپسئ منظوري ورکړې او حاجيانو ته ئي هدايات کړې چې پيسې په فوري توګه واپس کړي۔

وفاقي کابينې د درملو په نرخونو کښې د زياتوالي سمري هم رد کړې ده۔ بيان ترمخه په غونډه کې په حکومتي کوټه کې د زيارت کوونکو د زيات بکنګ په اړه د انکوائري رپورټ په اړه غور اوشو، په کميټۍ کې د خزانې وزارت، د مذهبي چارو وزارت او د سټيټ بينک استازي هم شامل وو.
كابينې ته بريفنګ وركړې شو چې د اوور بکنګ په معامله كښې د مصالحې مسلې موجودې دي، د كومې شرارت ثبوت نه دې موندلې شوې، د بنكونو لخوا حاجيانو ته د معاوضې رقم وركړې شوې۔

په دې اړه وزیراعظم ووئيل د بانكونو نه بايد پوښتنه وشي چې ولې په دې معامله كښې بې پروايي وكړه۔
د غونډې د اعلامیې له مخې وزیراعظم سټېټ بانك ته هدایات وكړو چې په سېلاب ځپلو سيمو كښې دې د رخصتۍ په ورځ هم كار وكړي۔

د دې تر څنګ له هغو هېوادونو څخه چې د حقوقي مرستو تړون نه لري د ګډو حقوقي مرستو د غوښتنې د منلو لنډیز هم تصویب شو، چې لنډیز د کورنیو چارو وزارت له خوا وړاندې شو.

د بيان ترمخه د نېشنل هيلتھ سروسز وزارت د لسو درملو د پرچون نرخونو د زياتولو سمري رد کړې ده، وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې د درملو د نرخونو د زياتولو ملاتړ نه کوي.

د دې نه علاوه د بجلۍ پکو لپاره د کم نه کم انرجي پرفارمنس سټنډرډونه تر 30 جون 2023 پورې غځول شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د 30 جون نه وړاندې د انرجي د كاركردګۍ لږ تر لږه معيار ښه كولو لپاره هڅې كولې شي۔
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف لارښوونه کړې چې سیلاب ځپلو سیمو کښې دې د رخصتیو په ورځ هم بینکونه پرانستل وساتل شي

Leave a reply