وزیراعظم شهباز شریف لارښوونه کړې چې سیلاب ځپلو سیمو کښې دې د رخصتیو په ورځ هم بینکونه پرانستل وساتل شي

0
161

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف سټيټ بينک ته هدايات کړي دي چي سيلاب ځپلو سيمو کښي دي د رخصتيو په ورځ هم بينکونه فعاله کړي۔

د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې په حکومتي کوټه کښې د زيارت کوونکو د زيات بکنګ په اړه د انکوائري رپورټ په اړه غور وشو۔

د اعلامیې له مخې په کمېټۍ کې د مالیې وزارت، د مذهبي چارو وزارت او د دولتي بانک استازي شامل دي.

وزيراعظم ته بريفنګ کښې وئيلي شوي وو چې د اوور بکنګ په معامله کښې د مفاهمې مسئلې موجودې دي، د کومې بدۍ ثبوت نه دے موندلے شوے، د بنکونو لخوا حاجيانو ته د معاوضې رقم ادا کړې شوې دې۔

وزيراعظم هدايات وكړو چې د بينكونو نه دې پوښتنه وشي چې ولې په دې معامله كښې بې پروايي وكړه۔

د بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم سټيټ بينک پاکستان ته لارښوونه وكړه چې په سېلاب ځپلو سيمو كښې دې په رخصتيو كښې هم كار وكړي چې ددې سیمو سیلاب ځپلو لپاره سهولت او اساني ورکړل شوي.
نور خبرونه

د پاکستان وزیراعظم د پاکستان جوړوونکي قایداعظم ته د مینې او جذبې نیکې پیزووینې وړاندې کړي دي

Leave a reply